Pashto Ghazal Pashto Poetry About Life

چې دستور قتل‌و‌غارت شو ضميرونه قاتلان شول

چې دستور قتل‌و‌غارت شو ضميرونه قاتلان شول
زړه مو نه سوازی په يو بل 💔 زمونږ زړونه قاتلان شول

زه په شان لکه يوسف به چرته تور کوهي کې پرو يم
زه به ځان ژغورم له چا نه چې مې ورونه قاتلان شول 🥀

ورور په ورور يو بدګومانه 😔 مونږ يو بل ته کندي کَنو
د جنګونو تسلسل کې مو ذهنونه قاتلان شول 🩸

چې فتواه زمونږ د مرګ يې ترې په جار باندې جاري کړه
د خطيب کردار مشکوک شو 🕌 ممبرونه قاتلان شول

د برداشت قوّت مې کم شو 😢 او د زړه زور مې تمام دی
ښه پوهيږم چې مې وژني 😞 ستا غمونه قاتلان شول

د دې دور ابنِ آدم د اجسامو پرستار دی
خيال ساته بنتِ هوا 🌹 محبتونه قاتلان شول

ته که مينه کې مخلص وې 💕 لقمان هم درغله نه و
مونږ دواړو ته دا خپل خپل نصيبونه قاتلان شول 🍂

Pashto Shayari Picture

Leave a Comment